د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ارزګان ولایت ته سفر کړی

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲ - ۲۰:۱۸
ولایت ارزگان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ولایتي سفرونو په لړ کې ارزګان ولایت ته سفر کړی او هلته یې د ارزګان ولایت والي ښاغلي مولوي عنایت الله شجاع، علماو شورا او ځایي مسؤلینو سربیره د چورې ولسوالۍ اوسېدونکو سره لیدنه کړې او د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي.

ښاغلي وزیر صاحب دغې سفر کې د ارزګان ولایت والي ښاغلي مولوي عنایت الله شجاع سره هم لیدلي او د یاد ولایت په بېلابیلو سیمو کې یې پر مخابراتي آسانتیاو خبرې کړي، د یاد ولایت والي ښاغلي مولوي عنایت الله شجاع د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هڅو مننه کړې او په وینا یې اوس مهال د یاد ولایت ډېری برخې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او تر ډېرو سیمو مخابراتي چوپړ وړاندې شوی.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ارزګان ولایت والي او د غونډې ګډونوالو ته ډاډ ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټول هېواد کې د مخابراتي پوښښ په برخه کې خپلې چارې ګړندۍ کړي او د هېواد ډېری لرې پرتې سیمې له مخابراتي چوپړ برخمنې شوي او هڅه کوو د هېواد پاتې برخې چې لا هم مخابراتي ستونزې لري له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړو.

ولایت ارزگان

ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ارزګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې چورې ولسوالۍ ته هم سفر کړی او هلته یې د یادې ولسوالۍ د ولسوال په ګډون علماء کرامو، قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه کړې، د دوی ستونزې یې له نیږدې اورېدلي او د حل په موخه یۍ ډاډ ورکړی ښاغلي وزیر صاحب چورې ولسوالۍ کې د مخابراتي آسانتیاو په برخه کې مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې کړي او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یې د مخابراتي ستونزو د حل ډاډ هم ورکړی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی تېرو ۳ کلونو کې د ارزګان ولایت بېلابېلو سیمو کې له (۱۰۰) سلو ډېر مخابراتي سایټونه نصب او فعال کړي او همدا راز یاد ولایت ته د ټي ډي اېف د لسمې پروژې ۱۸ مخابراتي سایټونه هم منظور شؤي چې تر ډېره بریده یې چارې سر ته رسېدلي او د یادونې وړ ده د ارزګان ولایت بېلابېلو برخو کې اوس هم د ګڼو مخابراتي شبکو ۸ مخابراتي سایټونه تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته