دایکنډي ولایت کې د دوو نويو مخابراتي سایټونو جوړولو د سروې چارې تر سره شوې

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د دایکنډي ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د میرامور ولسوالۍ زرین غره ته څیرمه کلیو کې او د شهرستان ولسوالۍ په د شنیه او شیونه قل کلیو ترمنځ تپې سیمه کې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې د مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.
د یاد مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د یادو سیمو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرو ۳ کلونو کې توانېدلی د هېواد ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړي او همدا راز د هېواد هغو سیمو لپاره چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې پکې نه وې موجودې ۵۱۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې ونیول چې اوس مهال په یادو ټولو مخابراتي سایټونو عملاً کار روان دی او یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.