د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږې غونډه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۳:۴
مخابرات ولایت بغلان

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د راډیو فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینوته، لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډویت څخه چې د اټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا  ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو راډيوګانو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اترا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

لوګرولايت په برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د لوګر ولايت...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د کونړ ولایت په شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته