د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت له رئیس سره وکتل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۳ - ۱۳:۲۹
وزیر مخابرات با رییس شرکت مخابراتی ام تی ان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان  مخابراتي شرکت له رئیس محترم هشام رمضان سره وکتل او د دغه شرکت د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت څخه د پیرودونکو شکایتونه چې د هیواد په ډیرو برخو کې د کمزوري آنتن، د سیم کارت اخیستلو یا راجستر کولو په وخت کې د اجباري کریډیټ اضافه کولو په اړه دي او د شریعت له نظره هم جواز نلري د ام ټي ان شرکت له رئیس سره یې شریک کړل او سپارښتنه یې وکړه چې دا ستونزه د ژر تر ژره حل کړي.

په ورته مهال د ام ټي ان  مخابراتي شرکت رئیس د یادې ستونزې د څېړلو او حل کولو ژمنه وکړه.

 نوموړي د ځينو تخنيکي ستونزو شتون ته هم اشاره وکړه او د وزارت له مسئولينو يې غوښتنه وکړه چې د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې له دوي سره مرسته وکړي.

محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت همکاري او ملاتړ له ټولو شرکتونو سره یو شان دی او مخابراتي ستونزو د حل کولو او په هیواد کې د هغې د ودې لپاره کار کوي.

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د تخنیکي ستونزو د حل په موخه د دغه شرکت له رئیس څخه وغوښتل چې په راتلونکې غونډه کې خپل مسلکي متخصصین را واستوي او یاده ستونزه د د وزارت له مسلکي ټیم سره په ګډه حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته