طورخم ښارګوټي کې راستنیدونکو کډوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو له جریان څخه څارنه وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۲۴ - ۸:۳۰
شهرک طورخم ولایت ننگرهار

ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست رئیس او ورسره مل پلاوي طورخم ښارګوټي عمري کمپ کې د مخابراتي شرکتونو له خدماتو او د سیمکارتونو د ثبت او ویش پروسې څخه څارنه ترسره کړه.

ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست ټولو مخابراتي شرکتونو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې ټولې کړنې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د سیمکارتونو د ثبت او توزیع کړنلارې مطابق ترسره کړي او بیرته راستنیدونکو کډوالو ته دې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي.

د یادولو وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه چې خپلې ټولې کړنې د اصولو مطابق پر مخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته