د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له کلونو غصب شوی ملکیت بیرته راوګرځاوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۱۱:۵۰
MCIT Map

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلازمېنې کابل مهتاب قلعه سیمه کې ۸ برخې ځمکه چې په غیر قانوني ډول غصب شوې وه او عواید یې شخصي جېبونو ته تلل د یاد وزارت د مشرتابه په هلو ځلو بیرته راوګرځول شو.

دغه ۵۵ جریبه ځمکه چې د کابل ولایت دشت برچي سیمه کې موقعیت لري د وزارت د ۸ تنو پخوانیو مامورینو لخوا غصب شوې او عواید یې هم د بیت المال پر ځای یادو کسانو ترلاسه کول، په قانوني ډول د یاد جایداد بیرته ترلاسه کولو په موخه موضوع د دولت قضايي ریاست ته وړاندې شوې وه او د محکمې د حکم په اساس یاده ځمکه بیرته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اړوند او د غیر قانوني کسانو له غصب خلاصه شوه.

اوسمهال د یاد جایداد ۷ برخې په قرارداد ورکړل شوي چې په میاشتیني ډول یې عواید بیت المال ته سپارل کېږي او یوه برخه جایداد تخلیه او د وزارت تر تصرف لاندې دی.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یاد ملکیت درې لسیزې وړاندې د وخت رژیم د مخابراتو وزیر لخوا ۸ کسانو ته ورکړل شوی و چې تر دې مهاله یې ترې په شخصي ډول ګټه پورته کوله، خو اوسمهال یاد ملکیت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په هلو ځلو بیرته راوګرځول شو او ټول عواید یې بیت المال ته جمع کېږي

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته