د MTN مخابراتي شبکې عمومي رئیس سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د پیژندنې ناسته

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱ - ۸:۲۹
دیدار وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با رییس عمومی شبکه مخابراتی MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د ام ټي ان مخابراتي شبکې عمومي رئیس عباد ردا سره وکتل.

پدې غونډې کې د ام ټي ان شبکې رئیس د ګډې همکارۍ او د مخابراتو په سکتور کې د یو شمیر ننګونو د حل په اړه خبرې وکړې او پدې برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه څخه د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري ښاغلي عباد ردا ته د ښه راغلاست پرمهال څرګنده کړه چې د مخابراتو په سکتور کې ډیره پانګونه شوې ده او هیوادوالو ته د لا غوره خدمتونو وړاندې کولو لپاره ګډ او هدفمن کار ته اړتیا شته.

دیدار معصومه خاوری با عباد ردا رئیس عمومی شبکه مخابراتی MTN

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې همدا راز ټینګار وکړ چې د مخابراتو وزارت د خپلو دندو او مسؤلیتونو په چوکاټ کې هڅه کوي ترڅو د مخابراتي شرکتونو د خدمتونو د ودې، پراختیا او غوره کیفیت لپاره اړینې تګلارې وړاندې او اجراات ترسره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته