په مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د شتمنیو ثبت او پلټنې پوهاوي سیمینار جوړ شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۷/۲۱ - ۱۰:۳۰
سیمینار ثبت دارای ها

د شتمنیو د ثبت او بررسۍ د پوهاوي سمینار د ولسمشرۍ د چارو ادارې د شتمنیو د ثبت او پلټنې دفتر لخوا د مخابراتو او ‏معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړ شو‎.‎

په دغه پروګرام کې د مخابراتو وزارت د پالیسۍ او پروګرام معینیت، د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو او د وزارت کارکوونکو ګډون ‏کړی وو‎.‎

د یاد سمینار په ترڅ کې د شتمنیو ثبت څرنګوالی، د شتمنیو ثبت او پلټنې دفتر معرفي کولو، د خپرولو قانون، د شتمنیو ثبت ‏فورمو ډکولو او آنلاین خپرولو سیسټم معرفي کولو، او نورو موضوعاتو په اړه اړین معلومات او لارښوونې ورکړل شو‎.‎

د سیمینار په پیل کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف راي د ‏دولتي چارواکو د شتمنیو د خپرولو، ثبت او پلټنې پر اهمیت خبرې وکړې.‏نوموړي په خپلو خبرو کې وویل چې دغه پروګرام به د شفافیت، حساب ورکونې او اداري فساد په کمولو کې اغیزمن او مهم ‏رول ولوبوي. همداراز په دغه برخه کې د مخابراتو وزارت مشرتابه پر هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ.‏

سیمینار ثبت دارای ها

ورپسې د شتمنیو ثبت او پلټنې ادارې چارواکي په وار سره د دولتي چارواکو او کارکوونکو شتمنیو ثبت (مالي، لوژستیک او ‏محاسبې څانګې)، خپرولو، ثبت او بررسی قانون، او همدارنګه په آنلاین او فزیکي ډول د شتمنیو د راجستریشن فورمو د ډکولو ‏په اړه لارم توضیحات ورکړل‎.‎

د شتمنیو د ثبت او پلټنې دفتر سلاکار ښاغلي امان الله شینواري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه څخه مننه ‏وکړه او ویې ویل چې د دې برنامې پلي کول نړیوالې ټولنې ته د افغانستان حکومت یو له مهمو ژمنو څخه دی‎.‎

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته