محمد فهیم هاشمي، د خلکو د هرې افغانۍ په وړاندې به په مسئولیت سره چلند کوو

Author image
Alireza Khaliqyar
شنبه ۱۳۹۸/۴/۱۵ - ۱۶:۵۶
محمد فهیم هاشمي، د خلکو د هرې افغانۍ په وړاندې به په مسئولیت سره چلند کوو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وزیر ښاغلي محمد فهیم هاشمي د مخابراتي خدمتونو 10٪ محصول د راټولولو په اړه د مشرانو جرګې د ترانسپورت او مخابراتو کمیسیون ته معلومات ورکړ.

ښاغلي محمد فهیم هاشمي وویل چې د افغانستان د خلکو د پیسو سره په مسئولانه ډول معامله کوي، او همدې موخې ته د رسیدو لپاره یې پدې برخه کې څارنه جدي کړې ده.

ښاغلي هاشمي زیاته کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مشرتابه سخت کار کوي تر څو د مخابراتي خدمتونو محصول د شفاف راټولولو لپاره حتی یوه ورځ هم ضایع نکړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر همداراز زیاته کړه چې د مخابراتو وزارت تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې جدي او دقیقې څارنې لپاره د حل جامع او بنسټیزه لاره را پیدا کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنلوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د محصول د راټولولو د بهیر له پیل څخه 16 ملیارډه افغانۍ راټولې کړي دي او د دولت خازنې ته یې سپارلې دي.

ښاغلي هاشمي وویل چې د مخابراتي خدمتونو 10٪ محصول راټولولو سیستم به په راتلونکو څلورو میاشتو کې بشپړ شي او د (RTDMS) سیستم به د قرارداد سره سم په پنځه لسو (15) میاشتو کې تکمیلیږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته