د پوهنې ډيجيټلي کول، د نوري فايبر شبکې سره د ښوونځيو اتصال

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۸:۶
دیجیتل سازی معارف کشور، برنامه اتصال مکاتب با شبکه فایبر نوری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوهنې وزارت په همکارۍ په پام کې لري چې د معاصرو زده کړو د اسانتياو برابرولو په موخه د دولتي ښوونځيو تر څنګ د هېواد خصوصي ښوونځي هم د نوري فایبر سره وصل او د معلوماتي ټکنالوجۍ پر تجهيزاتو سمبال کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د خصوصي ښوونځيو د يو شمېر مسؤولينو سره لیدنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د ډيجيټل او الکټرونيک زده کړو د زمينه سازۍ لپاره کلک هوډ لري او اړوندو مسؤولينو ته يې لارښوونه وکړه چې خصوصي ښوونځي هم د اتصال په پروګرام کې شامل دي او د سروې چارې يې ژر پېل کړي.

د مخابراتو وزارت تر اوسه ۲۹۰ ښوونځي سروې کړي او د اتصال چارې يې روانې دي، په پام کې ده چې ۱۲۰۰ نور ښوونځي هم سروې، وروسته د نوري فایبر شبکې سره وصل او د معلوماتي ټکنالوجۍ پر تجهيزاتو سمبال شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د (AfghanSat) افغان سټ سټلايت دوه ټرانسپوڼدرونه ددې پروژې لپاره ځانګړي کړي او په هغه سيمو کې چې د نوري فایبر له لارې د اتصال زمينه نه وي، برابره، ښوونځي د سټلايت له لارې د پوهنې شبکې سره وشل شي

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته