د انټرنيټي خدمتونو د قیمت او کیفيت د ستونزو د فکټورونو پېژندنه

Author image
Alireza Khaliqyar
چهارشنبه ۱۳۹۸/۳/۲۹ - ۱۷:۱۹
شناسایی فکتورهای مشکل کیفیت و قیمت خدمات انترنتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست محترم محمد فهيم هاشمي نن د يو شمېر متقدينو او مدني ټولنې استازو سره د لېدنې تر څنګ، د انټرنيټي خدماتو د کيفيت او قيمت د فکټورونو په اړه ور سره معلومات شریک کړل.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست ټينګار وکړ چې د انټرنېټي خدماتو د کيفيت او نرخونو ستونزې رېښې دې پېدا کوي او ډېری يې پېژندل شوي چې اداري لګښتونه او د مخابراتي او انټرنېټي شرکتونه ګټه په کې شامله ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست زیاته کړه چې د وزارت تخنيکي ټيمونه د اترا ادارې او افغان ټېلې کام شرکت سره په ګډه کار کوي چې پورته ياد شوي فکټورونه او ستونزې حل کړي.

ښاغلي هاشمي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکټور پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او همکارۍ تر څنګ د خپلو کاري پروګرامونو په اړه دوی سره خبرې وکړې او یادونه يې وکړه چې په نږدې راتلونکي کې به د انټرنېټ د بيو د کمښت تر څنګ د کيفيت د ښه کېدو په برخه کې هېوادوالو ته ښه خبرونه ولري. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته