افغان پُست د معياري کېدو په لور، راتلونکي کې په نړیوالو معیارونو پُستی خدمتونه وړاندی کوي

Author image
Alireza Khaliqyar
سه‌شنبه ۱۳۹۷/۸/۲۲ - ۱۶:۴۳
46151807_1979270632370154_1354237208864751616_n

د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د افغان پُسټ ادارې د عصري سازۍ او ددغه رياست د نوې لوګو او برنډنګ د پرانېستې مراسمو کې برخه واخیسته.

محترم آريوبي وویل، د افغان پُست ادارې د پُستي خدمتونو عصري کولو پروژې د پېل سره سم مو وغوښتل چی د افغان پُست په لوګو او برنډ کی بدلون راولو، تر څو ددغې ادارې د ماموریت او موخو ښکارندوی وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په خبره، ددغه ادارې اعلانونو ته يې یو ځانګړی رنګ وټاکه چی د پُست د منل شویو معیارونو سره سم دی، ترڅو هېوادوالو سره د دغه ادارې په پیژندلو کې مرسته وکړي او د پیریدونکو د توجه وړ وګرځی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته