د الیکترونیکي تذکرو د وېش اړوند د رهبرۍ کمېټې دریمه غونډه وشوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د الیکترونیکي تذکرو د وېش اړوند د رهبرۍ کمېټې دریمه غونډه د ولسمشر د دوهم مرستیال ښاغلي سرور دانش او اجرایه رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله په حضور کې د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور، د مخابراتو وزارت سرپرست ښاغلي شهزاد اریوبي، د حج او اوقافو وزارت معین او د نفوسو د ثبت ادارې مسئولینو تر منځ وشوه.

په سر کې د مخابراتو وزارت سرپرست وزیر ښاغلي شهزاد اریوبي د الیکترونیکي تذکرو اړوند د امادګیو په اړه راپور ورکړ او په دې اړه یې د تجهیزاتو، تخنیکي زېربناوو او د الیکترونیکي تذکرو د وېش لپاره د مناسبې فضاء د جوړولو په اړه خبرې وکړې
د نفوسو د ثبت ادارې رئیس د کاغذي تذکرو په وېش کې د بهتره خدماتو، د شفافیت او د فساد څخه د مخنیوي په خاطر د کاغذي تذکرو د تایدي او نورو مراحلو لپاره خصوصي سکتور ته د سپارلو وړاندیز وکړ، چې له بحث وروسته ومنل شو
د الیکترونیکي تذکرو د وېش د نېټې په اړه پرېکړه وشوه چې باید د حکومت او ملي شورای سره د ګډ تفاهم او بهتره همغږۍ وروسته اعلان شي، تر څو په راتلونکي کې هیڅ ډول قانوني موانع وجود ونلري. د الیکترونیکي تذکرو اړوند قانون دا مهال د مشرانو جرګې د پرېکړې انتظار باسي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته