د جغرافيايي مالوماتي سستم GIS پاليسي جوړه شوه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ وزارت لخوا نن د اسيايي پراختيايي بانک او ماليې وزارت په همکارۍ د افغانستان د جغرافيايي مالوماتي سستم GIS لپاره پاليسي جوړه او له اړوند وزارتونو او ارګانونو سره شريکه شوه. په دې اړه د اسيايي پراختيايي بانک په همکارۍ يو ورځنی ورکشاپ ترسره شو، چې د مخابراتو او مالوماتي ټيکنالوجۍ د سرپرست وزير شهزاد اريوبي تر څنګ په مالوماتي ټيکنالوجۍ کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي رفيع الدين ملکزي، د مختلفو وزارتونو معينانو او رئيسانو ګډون کړی و.
سرپرست وزير د جغرافيايي مالوماتي سستم پاليسي يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او دا يې د متوازن پرمختګ لپاره مهم ګام وباله. د جغرافيايي مالوماتي سستم څخه په سترو او کوچنيو انکشافي پروژو، کرنې، د مخدره موادو په کنټرول، مخابراتي پوښښ، مواصلاتو او نورو برخو کې ګټه اخيستلی شي. د دغې پاليسۍ په تطبيق سره به د جغرافيايي مالوماتو د را ټولولو، کره کتنې، شريکولو، مصونيت او ساتنې په اړه همغږي رامنځته شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته