د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د فرانسی سفیر سره وکتل

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي عبدالرزاق وحیدی د روان  کال ۱۳۹۴ د سرطان د میاشتې په ۱۵ نیټه د فرانسې جمهوریت له لوی سفیر سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.

په دغه لیدنه کې چې د مخابراتو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي وهاب الدین سادات هم حضور درلود ، دواړو لوریو د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د پراختیااو  د افغانستان سره د فرانسې د دوامداره او هر اړخیزه ملاتړ په هکله بحث وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر  په تېرو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د فرانسې د همکاريو څخه مننه وکړه.

 

همدا راز دفرانسې سفیر د خپل هېواد  له لوري له افغانستان سره د دوامدار ه ملاتړ او مرستو ژمنه وکړه.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۴:۳۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د ابتکار او معلوماتي ټکنالوژۍ د نوښتونو د تسهیل مرکز پرانیستل شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري، هېواد کې د نوښتګرو ځوانانو د ملاتړ، د څېړنیزو او ابتکاري نظریو د ودې او د معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۱:۵۰
Background image

پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د سلام مخابراتي شبکې د دې سایټ په فعالېدو سره د ځاځي اریوب ولسوالۍ د ملافاتح او شاوخوا سیمو وګړي د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ته لاسرسی ترلاسه او...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱۰
Background image

هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د دیجیتلي مهارتونو له مرکز څخه ۲۷ تنه فارغ شول

په یاده غونډه کې لومړی د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس، محترم الحاج حافظ خیرالله خیرخواه، د مراسمو پرمهال د ټکنالوژي اړوند علمی...

بېرته خبرونه ته