د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لوړرتبه پلاوي د چین جمهوریت ته سفر وکړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت یوه لوړپوړي پلاوي د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج وهاب الدین سادات په مشرۍ د چین د خلکو جمهوریت په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر وکړ او د مخابراتي او معلوماتي خدمتونو په پرمختګونو او نور علاقې وړ موضوعاتو یې خبرې وکړې.

په دغه سفرکې د افغان لوري لخوا د پست ادارې رییس ښاغلي احمد وحید، د پستي خدمتونو د تنظیم ادارې رییس ښاغلي میرعبدالرحمن صدري هم ګډون کړی و.

د سفر په لړ کې ښاغلي سادات او ورسره ملګري پلاوي د چین د خلکو جمهوریت د پست ادارې او CHINA POST GROUP کمپنۍ مشرانو سره وکتل او د دواړو هیوادونو د علاقې وړ موضوعاتو، په ځانګړی توګه د پستي خدمتونو د سکتور په اړه د دوه اړخیزو مرستو او همکاریو د تقویې او پراختیا پر څرنګوالي یې څرګندونې او نظرونه سره شریک کړل. دواړو خواوو د پست صنعت ودې،  په دواړو هیوادونو کې د پستي خدمتونو د کیفیت د ښه کولو په موخه د دوه اړخیز احترام او باور پر بنسټ د UPU کنوانسیون د ګټې او پستي فعالیتونو په برخه کې د ملي قوانینو په نظر کې نیولو سره د همکاریو په پراختیا ټنیګار وکړ.

د افغانستان دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او د چین د خلکو جمهوریت د پست دولتي ادارې تر منځ د کتنو او خبرو اترو په پایله کې د پست په برخه کې د مرستو او همکاریو هوکړه لیک د الحاج وهاب الدین سادات او  د چین پست ادارې د لوی رییس Mr. MA Junsheng لخوا لاسلیک شو.

همداراز د وزارت یاد پلاوي د چین په شانګهای ولایت کې له پستي بنسټونو او په بیجنګ کې له تاریخي سیمو لکه د چین ستر دیوال او ممنوعې ښارکلتوري مرکزونو څخه لیدنه هم وکړه.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته