د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزی سنګین د ایران له اسلامي جمهوريت څخه بیرته راستون شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزی سنګین او ورسره پلاوي چې د ایران اسلامي جمهوریت د ارتباطاتواو فناورۍ د وزارت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی و د ۱۳۹۱کال د غوايي میاشتې په ۲۱ مه نېټه بېرته هېواد ته راستانه شول:
د مخابراتو وزیر او ورسره پلاوي د غوايي میاشتې په ۱۸مه نېټه د ایران پلازمېنې تهران ښار ته ورسېدل په لومړۍ ورځ یې د ایران هېواد د ارتباطاتو او فناورۍ له وزیر سره وکتل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د ایران هېواد له بلنې او مرستې څخه چې په بېلابېلو برخو په خاص ډول د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت په بیا رغونه کې کړي ده مننه وکړه او د دواړو هېوادونو په دوستانه اړیکو یې ټینګار وکړ.
بیا یې د ایران د اسلامي جمهوریت د فناوریو د ریاست له مرکز څخه لیدنه وکړه او په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد له فناوریو او اکتشافاتو څخه چې د ټکنالوجۍ له برکته یې د ساینس، هواپېژندنې، طبابت، څیړنیزو مرکزونو او نورو برخو کې تر لاسه کړې وې لیدنه وکړه او ورته مفصل معلومات ورکړل شول.
هیئت د ایران د (LTC ) مرکز او د زیرساخت شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او دایران د زیربناوو شرکت د رئیس ښاغلي پورنیګنیا لخوا د یادو دواړو تاسیساتو په اړه معلومات وړاندې کړای شول، د ایران د زیربنايي تاسیساتو شرکت رئیس ښاغلي پورګنیا د یاد شرکت او افغان ټیلي کام او نورو خصوصي شرکتونو پر نژدې اړیکو او شو اړیکو ټینګار وکړ او په لاندې برخو کې یې د مرستو وعده وکړه:
۱. د ایران اسلامي جمهوریت د فناوریو د همکارۍ مرکز وعده وکړه چې ایرانی مخابراتي شرکتونه به تشویق کړي تر څو په افغانستان کې نندارتونونه جوړ کړي.
۲. د ایران د همکاریو مرکز وعده وکړه چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۱۰ تنه به د زده کړې او د ظرفیت د لوړولو په موخه ایران ته وغواړي.
۳. د ایران اسلامي جمهوریت د همکاریو مرکز وعده وکړه چې د خپل هېواد د تلویزیون آرشیو (صدا و سیما) د افغانستان د راډیو تلویزیون په واک کې ورکوي.
پلاوي د ایران مقرراتي ادارې له رهبري سره هم وکتل او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې په اړه یې خبرې وکړې، په دې لیدنه کې د یادې ادارې رئیسه هیئت د افغانستان د مخابراتي خدمتونو له دارې سره د هر ډول همکاریو په خاص ډول د فریکونسیو د ساحې د مقرراتو او مدیریت په برخه کې دمرستو وعده وکړه.
ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین او ورسره پلاوي د اجندا سره سم د ایران د اسلامی جمهوریت له لومړي مرستیال سره لیدنه وکړه، لومړي مرستیال افغاني هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو ګاونډیو او ورونو هېوادونو د زړو او لرغونو اړیکو په اړه خبرې وکړې .
انجیرامیرزي سنګین د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په دوستانه اړیکو تاکید وکړ او ویې ویل: زه له ۸ کلونو راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په توګه دنده تر سره کوم، زموږ جلالتماب جمهور رئیس تل له ګاونډیو هېوادونو سره په دوستانه اړیکو باندې ټینګار کړی دی او کوي یې.
په اخر کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اود ایران د ارتباطاتو او فناورۍ وزارتونو د وزیرانو ترمنځ د ښوونې، مالي پُست، راډیويي مقرراتو، ارتباطاتو تنظیم او مخابراتي بنسټونو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو.
په دویمه ورځ پلاوی شهرستان ښار ته ولاړ او د شهید قندي چې یو د نوري فایبر او مسي مخابراتي کېبلونو تولیدوونکی شرکت دی د مخابراتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو او کارخانو څخه لیدنه وکړه او په څنګ کې یې د لاسي صنعت له تولیداتو او د شهرستان له سیاحتي ځایونو لکه دولت آباد، جامع جومات او سکندر زندان څخه لیدنه وکړه.