د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزی سنګین د ایران له اسلامي جمهوريت څخه بیرته راستون شو

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر انجنیر امیرزی سنګین او ورسره پلاوي  چې د ایران اسلامي جمهوریت د ارتباطاتواو فناورۍ د وزارت په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی و د ۱۳۹۱کال د غوايي میاشتې په ۲۱ مه نېټه بېرته هېواد ته راستانه شول:

د مخابراتو وزیر او ورسره پلاوي د غوايي میاشتې په ۱۸مه نېټه د ایران پلازمېنې تهران ښار ته ورسېدل په لومړۍ ورځ یې د ایران هېواد د ارتباطاتو او فناورۍ له وزیر سره وکتل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د ایران هېواد له بلنې او مرستې څخه چې په بېلابېلو برخو په خاص ډول د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د انستیتوت په بیا رغونه کې کړي ده مننه وکړه او د دواړو هېوادونو په دوستانه اړیکو یې ټینګار وکړ.

بیا یې د ایران د اسلامي جمهوریت د فناوریو د ریاست له مرکز څخه لیدنه وکړه او په بېلابېلو برخو کې د هغه هېواد له فناوریو او اکتشافاتو څخه چې د ټکنالوجۍ له برکته یې د ساینس، هواپېژندنې، طبابت، څیړنیزو مرکزونو او نورو برخو کې تر لاسه کړې وې لیدنه وکړه او ورته مفصل معلومات ورکړل شول.

هیئت د ایران د (LTC ) مرکز او د زیرساخت شرکت له تاسیساتو څخه لیدنه وکړه او دایران د زیربناوو شرکت د رئیس ښاغلي پورنیګنیا لخوا د یادو دواړو تاسیساتو په اړه معلومات وړاندې کړای شول، د ایران د زیربنايي تاسیساتو شرکت رئیس ښاغلي پورګنیا د یاد شرکت او افغان ټیلي کام او نورو خصوصي شرکتونو پر نژدې اړیکو او شو اړیکو ټینګار وکړ او په لاندې برخو کې یې د مرستو وعده وکړه:

۱.  د ایران اسلامي جمهوریت د فناوریو د همکارۍ مرکز وعده وکړه چې ایرانی مخابراتي شرکتونه به تشویق کړي تر څو په افغانستان کې نندارتونونه جوړ کړي.

۲.  د ایران د همکاریو مرکز وعده وکړه چې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ۱۰ تنه به د زده کړې او د ظرفیت د لوړولو په موخه ایران ته وغواړي.

۳.  د ایران اسلامي جمهوریت د همکاریو مرکز وعده وکړه چې د خپل هېواد د تلویزیون آرشیو (صدا و سیما) د افغانستان د راډیو تلویزیون په واک کې ورکوي.

پلاوي د ایران مقرراتي ادارې له رهبري سره هم وکتل او د افغانستان د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې په اړه یې خبرې وکړې، په دې لیدنه کې د یادې ادارې رئیسه هیئت د افغانستان د مخابراتي خدمتونو له دارې سره د هر ډول همکاریو په خاص ډول د فریکونسیو د ساحې د مقرراتو او مدیریت په برخه کې دمرستو وعده وکړه.

ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین او ورسره پلاوي د اجندا سره سم د ایران د اسلامی جمهوریت له لومړي مرستیال سره لیدنه وکړه، لومړي مرستیال افغاني هیئت ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو ګاونډیو او ورونو هېوادونو د زړو او لرغونو اړیکو په اړه خبرې وکړې .

انجیرامیرزي سنګین د دواړو مسلمانو او وروڼو هېوادونو په دوستانه اړیکو تاکید وکړ او ویې ویل: زه له ۸ کلونو راهیسې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزیر په توګه دنده تر سره کوم،  زموږ جلالتماب جمهور رئیس تل له ګاونډیو هېوادونو سره په دوستانه اړیکو باندې ټینګار کړی دی او کوي یې.

په اخر کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اود ایران د ارتباطاتو او فناورۍ وزارتونو د وزیرانو  ترمنځ د ښوونې، مالي پُست، راډیويي مقرراتو، ارتباطاتو تنظیم او مخابراتي بنسټونو په برخه کې هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دویمه ورځ پلاوی شهرستان ښار ته ولاړ او د شهید قندي چې یو د نوري فایبر او مسي مخابراتي کېبلونو تولیدوونکی شرکت دی د مخابراتي شرکتونو له تولیدي تاسیساتو او کارخانو څخه لیدنه وکړه او په څنګ کې یې د لاسي صنعت له تولیداتو او د شهرستان له سیاحتي ځایونو لکه دولت آباد، جامع جومات او سکندر زندان څخه لیدنه وکړه.

 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر