د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د هېواد یو شمېر سیاسي او اقتصادي شنونکو، لیکوالانو او ژورنالستانو سره لیدنه کړې او له هغوی سره یې په بیلابیلو مسایلو خبرې کړي.

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې د خپل ولس او هېواد لپاره د دښمن د تبلیغاتو مخنیوی کوي او د ټولنې د سالمې روزنې په برخه کې خپل مسؤلیت سر ته رسوي، ښاغلي وزیر صاحب یادونه وکړه چې زمونږ ټولنه او بیا په خاص ډول د پرمختګ په برخه کې مهمې برخې د هېواد د اهل قلم او نظر خاوندانو نظرونو ته اړتیا لري څو په ګډه د هېواد په پرمختګ کې رغنده رول ولوبولای شو، د ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي په وینا د ټولنې هر قشر او برخه کولای شي په ډاډه زړه مونږ سره د ټکنالوجۍ او مخابراتو په برخو کې خپل نظرونه او طرحې شریکې کړي او د دوی نظرونه او طرحې مونږ ته ځانګړی اهمیت لري.

ورته مهال دغې ناسته کې یو شمېر شنونکو اوسني عصر کې د ټکنالوجۍ او د ارتباطي وسایلو په برخه کې د مخابراتو پر اهمیت خبرې وکړې، د دوی په باور که د ټکنالوجۍ او مخابراتو سکټور په پښو ودرېږي شفافیت، امنیت او د چارو په چټکتیا کې به ژور بدلون رامنځته شي که څه هم اوس مهال او په خاص ډول له فتحې وروسته دغې سکټور ته ځانګړې پاملرنه شوې ده او هیله مند یو چې دغه سکټور به لا نور هم پرمختګ کوي، سیاسي شنونکو او راغلو میلمنو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي څخه د انټرنټ د بیو، کیفیت، ډیجیټل حکومتولۍ پراختیا او په ټوله کې د سکټور د ودې او پرمختګ غوښتنه وکړه او هیله مندي یې وښودله چې دا سکټور به د هېواد د اقتصادي ودې، عصري خدمتونو پراختیا او د خلکو د ژوند د اسانتیاو په برخه کې لا ډېر پرمختګ وکړي او د ولسونو اړتیاوو ته به په اغېزمن ډول ځواب ووایي.

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج ملا عبدالاحد فضلي د سیاسي شنونکو له نظرونو او وړاندیزونو مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د مخابراتو وزارت به د هېواد د مخابراتي او ډیجیټلي سکټور د لا پیاوړتیا، پراختیا او د ولسونو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او هڅه به وکړي چې د وزارت د تخنیکي او مسلکي برخو څخه په استفادې د ټکنالوجۍ پرمختګونه ګړندي کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته