کندهار ولایت کې ۱۸ مخابراتي آنټنونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۳:۵۵
ولایت کندهار افغانستان

‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې په مالي لګښت د کندهار ولایت په ۱۵ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شرکت له لوري ۱۸ نوي ۳جی  آنتنونه نصب او په فعالیت یې پیل وکړ.

‏دغه آنتنونه د ټي ډي ایف (TDF) لسمې پروژې له مخې، د کندهار ولایت هغو لرو پرتو سیمو کې فعاله شوي چې تر دې وړاندې پکې هیڅ راز مخابراتي خدماتو شتون نه درلود، چې د ۱۸ مخابراتي آنټنونو په فعالېدو سره اوس د کندهار ولایت میانشین، کښته شاولي کوټ، لوړ شاولي کوټ، ارغستان، معروف، ډنډ، غورک، کښته میوند، تخته پل، نېش، سپین بولدک، پنجوایي، خاکرېز او ښورابک ولسوالیو محرومې سیمې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو برخمنې شوې.

‏همدارنګه د مخابراتو وزارت اترا اداره په ټول هېواد کې د ټي ډي ایف پروژې له لارې د مخابراتي خدماتو د پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي او دا بهیر په پوره ژمنتیا د تطبیق کېدو په حال کې دی.

د سیمې اوسېدونکو هم د دغو خدماتو له پیل څخه خوښ دي او په وینا یې چې له دې مخکې د اړیکو او انټرنټ په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو، خو اوس کولی شي په لنډ وخت کې له نورو سیمو سره اړیکه ونیسي او خپلې ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته