د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۵:۲۸
Khost

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادارې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د خوست ولایت موسې خیلو ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړی شوی او زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۴:۳
Background image

دکندز ولایت امام صاحب بندر کې د سلام مخابراتي شبکې د خدمتونو او پلور یو مرکز پرانیستل شو

د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۸
Background image

ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکتونو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس ننګرهار ولایت کې د اتصالاتو او اتوما مخابراتي شبکو استازولیو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

غور ولایت پسابند ولسوالۍ په قره‌باغ سیمه کې، د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د غور ولایت پسابند ولسوالۍ په قره‌باغ سیمه کې، د افغان ټیلیکام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته