دکندز ولایت امام صاحب بندر کې د سلام مخابراتي شبکې د خدمتونو او پلور یو مرکز پرانیستل شو
د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د کندز ولایت امام صاحب بندر ته څیرمه دحاجي سنګي جومات ته مخام سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې د خدمتونو اوپلور یو مرکز د یولړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
د کندز ولایت د یادې سیمې اوسیدونکي کولای شي د دې څانګې په پرانیستو سره سیمکارتونه ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.
دیادولو وړده چې د کندز ولایت د امام صاحب بندر اوسېدونکو د دې مرکز په پرانیستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.
