شمال د ډبرو سکرو امارتي شرکت سره د وېب ايمېل او هاستنګ د خدمتونو قرارداد لاسليک شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۰
قرارداد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو رياست د شمال ډبرو سکرو له امارتي  شرکت سره د وېب ايمېل او هاستنګ د خدمتونو په برخه کې یوکلن قرارداد لاسليک کړ، چې له مخې به یې د دې شرکت اړین خدمتونه د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز کې هاسټ شي، او د شرکت د تخنیکي فعالیتونو د آسانتیا او دیجیتلي اړیکو د پیاوړتیا لپاره زمینه برابروي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، د امارتي تخنیکي زیربناو د اغیزمنې کارونې پر زیاتوالي چې د داخلي هاسټنګ (کوربه توب) د خدمتونو پر پراختیا، د تخنیکي ځان بسیاینې په پیاوړتیا او په هیواد کې د ډیجیټلي خدمتونو په وده کې مهم رول لوبوي ټینګار وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت، هېواد کې د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق، د ټکنالوجۍ لپاره د مصؤنې زیربنا ایجاد، د ټکنالوجۍ په برخه کې د ظرفیتونو د تقویه کولو او د مخابراتي او پوسټي خدمتونو د تنظیم دنده پر غاړه لري چې د هېواد په کچه د پالیسیانو د تطبیق په اساس یاد خدمات په غوره ډول سر ته رسوي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته