د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ټکنالوجۍ وزارت مرکزی ریاستونو اجرائیه مدیرانو لپاره د مدیریت د اساساتو په برخه کې پنځه ورځینی سیمینار تر سره شو

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۲:۳۳
وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیا لوړولو آمریت لخوا د کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه د مرکزی ریاستونو اجراییه مدیرانو ته د مدیریت د اساساتو (کارکوونکو طرزسلوک مقررې، پلان جوړونې، راپور لیکنې، د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې، رسمي مراسلاتو منځپانګې او فایلینګ سیستم) په برخو کې پنځه ورځینی روزنیز سیمینار جوړ شو.

په یاد سیمینار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کارکوونکو چارو رئیس محترم الحاج مولوي اسدالله عابد د یادو موخو د ترلاسه کولو لپاره د داسې سیمینارونو جوړول اړین وبلل او د سیمینار ګډونوال یې و هڅول هغه څه چې په دې سیمینار کې زده کوي په خپلو چارو کې یې پلي کړي.

دیاولو وړده چې یاد سیمینار موضوګانې د کارکوونکو چارو ریاست د وړتیالوړولو آمریت د متخصصینو له لوري د پریزنټیشن په ډول وړاندې شول.

په پای کې د یادسمینار ګډونوالو پوښتنو ته د دکارکوونکوچارو ریاست د وړتیالوړولو آمریت متخصصینو لخوا د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول او همدارنګه ګډونوالوته تصدیق پاڼې هم وویشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته