کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۳۰ - ۱۵:۵۵
مخابرات ولایت کاپیسا

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسؤلينو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

دغې ناسته کې، د مخابراتي خدمتونو کیفیت لوړول او پراختیا، لرې پرتو سیمو ته، د اترا ادارې د طرزالعمل مطابق د سیمکارتونو ثبتولو، د پیرودونکو شکایتونو ته په نیږدې او لرې پرتو سیموکې په وخت سره حل کول او نورو اړوندو موضوعاتو په اړه بحث وشو.

په دې غونډه کې سپارښتنه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه دې د یادو ستونزو د حل لپاره عملي اقدام وکړي او د اصولو مطابق خپل خدمات وړاندې کړي.

د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

د یادونې وړ ده چې دغې ناسته کې د اترا ادارې نوی ټاکل شوی آمر د مخابراتي شرکتونو مسؤلینوته ور وپیژندل شو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته