ښاغلی انجنير اميرزی سنګين دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی سرپرست وزير د نوری فايبر پروژه د لوګرپه ولايت کی پرانيستله
خپور شوی:Nov 10, 2010
د روان کال د لړم دمیاشتی په 15 نیټه د دمخابراتو اومعلوماتی تکنالوژی سرپرست وزیر ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین د یو ورځینی سفر په ترڅ کی لوګر ولایت ته لاړ په دغه سفر کی ښاغلی انجنیربریالی(حسام) دوزارت تخنیکی مرستیال ، ښاغلی غلام جیلانی (وزیری) د مقام د دفتر رئیس ښاغلی انجنیر احمد شاه (سادات) د وزارت د پروژو مسول ښاغلی اجمل (عیان) د پلان او پالیسی رئیس ښاغلی گل احمد(راستمن) د افغان تیلی کام رئیس ښاغلی انجنیر زرین (کریمی) د جنوب شرقی زون رئیس ښاغلی حسین بخش میرزاد دپلان اوپالیسی ریاست تخنیکی مشاور او ځینو کارکوونکو وسره ملتیا کوله.
غونډه د قرانکریم په څومبارکو آیاتونو پیل شوه لومړی د لوګر ولایت والی ښاغلی دګرجنرال عیتق الله (لودین) دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت سرپرست وزیر او ورسره راغلیو میلمنوته ښه راغلاست وویل .
او څرګنده یی کړه موږ ته د ویاړ ځای ده چه دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت د مخابراتو په څانګه کی د پام وړ کارونه یی سرته رسولی دی او دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت کړنی یی وستایلی او ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین یی د خلکو ریښتین خدمتګاراو د موافقو وزیرانو له جملی څخه وباله او ورپسی د مخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت سرپرست وزیر یو هړ ارخیزه وینا وکړه او وویل زه نن دیړ خوشحاله یم چه لوګر ولایت ته راغلی یم او دد غه ولایت د مجاهدو خلکو په خدمت کی یم زموږ دسفرموخه دغه ولایت ته دا ده چه د نوری فایبر پروژه د لوګر په ولایت کی پرانیزو چه د دغه پروژه د پرانیستلو سره به د لوګر ، پکتیا ، خوست ، او پکتیکا ولایاتونه د نوری فایبر له لاری ونښلول شی همدارنګه د دغو ولایاتونو د مرکز نه پرته ( 6 ) نوړی ولسوالی هم د مخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندی راشی چه د چهارسیاب ، محمد آغه ، زرمت ، متاخان ، ارګون ، او اندر ولسوالی دی.
د دغی پروژه مالی لکښت ټول تال ( 12،087،000 ) امریکائی دالرد وزارت له پرختیائی بودجې څخه د شهید قندی ایرانی شرکت سره تړون لاسلیک شوی ده چه په ( 18 ) میاشتو کی به تکمیل شی .
یادشوی پروژه یو بنیادی پروژه ده چه تر راتلونکو ( 500 ) کالونو به د افغانستان خلک او راتلونکی نسل به ترینه ګټه واخلی . همدارنګه اوس مهال افغانستان د نوری فایبر له لاری ازبکستان ، تاجکستان ، ایران او پاکستان سره نښلول شوی ده او زموږ 85 ٪ خلک د مخابراتی خدمتونو تر پوښښ لاندی راغلی دی همدارنګه د ازره او خروار ولسوالی چه د مخابراتی خدمتونو نه بی برخی دی په نژدی راتلونکی کی به تر پوښښ لاندی راشی
وروسته بیا د شهید قندی شرکت رئیس وعده وکره چه په تاکل شوی وخت به دغه کار سرته ورسوی او همدارنگه د لوگر ولایت له خلکونی وغښتل چه د پروژه په طبیق کی ورسره همکاری وکړی دغونډه په وروستی برخه کی شجاع الدین شجاع د لوګر ولایت د خلکو په استازیتوپ خبری وکړی او دمخابراتو او معلوماتی تکنالوژی وزارت ښاغلی انجنیر امیرزی سنګین او ورسره هئیت نی مننه وکړه او ډاډ ئی ورکرل چه د دغی پروژه د تطبیق کولو په برخه کی به هرراز همکاری وکری .
غونډه د پټی په پرې کولو سره پای ته ورسیده.
او په پای کی جلالتماب انجنیر امیرزی سنګین د ژورنالستانو پوښتنوته ځوابونه ورکړل .
