دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۵ - ۱۱:۴۹
ولایت دایکندی

یاده غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، او د انټرنټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د کړنلارې مطابق د سیم‌ کارتونو ثبت او راجسټر، د فریکونسیو جواز تمدید، د ټاورونو د ثبت جواز ترلاسه کول، او د غیرقانوني وسایلو د فعالیتونو د مخنیوي په اړه بحث او د نظر تبادله وشوه.

همداراز د دې غونډې په جریان کې، د چارو د ښه والي او ستونزو د حل په موخه، د دایکنډي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري لازمې لارښوونې وړاندې شوې.

د یادونې وړ ده چې د یادو مخابراتي شرکتونو استازو، د خپلو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه د معلوماتو تر وړاندې کولو وروسته، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له همکارۍ څخه مننه او قدرداني څرګنده کړه، او ژمنه یې وکړه چې خپل فعالیتونه به د کړنلارو او اصولو مطابق ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته