هلمند ولایت کې د راډیو فریکونسیو د جوازونو اعتبار مودې بررسی په موخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۶
مخابرات ولایت هلمند

د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې ګډ مسلکي ټیم د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د راډیویي فریکونسيو جوازونو د اعتبار د ارزونې په موخه څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې د محلي راډیوګانو مسوولینو ته چې د جواز موده یې پای ته رسیږي، لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډ ویت څخه چې د آټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول اړوند ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اترا په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې د بانډ پاس فلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو راډيوګانو مسوولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اترا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته