ننګرهار ولایت کې د پوسټي خدمتونو مارکیت څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۷:۱۹
شرکت های خدمات پُستی افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مقام د لارښوونې پر بنسټ، د ننګرهار ولایت د پوسټي خدمتونو مارکېټ کي د پوسټي شرکتونو د فعالیتونو څخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو د تنظیم (اپرا) ریاست هیئت له لوري، د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په همغږۍ څارنه تر سره شوه.

د دې څارنې په ترڅ کې له هغو شرکتونو څخه چې له پوسټي جوازه پرته یې خدمات وړاندې کول، لیکلی تعهد واخیستل شو. همداراز، ټولو پوسټي شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې خپل ټول فعالیتونه د اړوند شرکت د اصولو، اساسنامې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اپرا ریاست د کړنلارې مطابق ترسره کړي، او غیرقانوني خدمتونو څخه دې ډډه وکړي، د سرغړونې په صورت کې به قانوني چلند ورسره کیږي.

همدارنګه د دې څارنې په لړ کې، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوستي خدمتونو د تنظیم ( اپرا) ریاست لږل شوی پلاوي یو پریزنټیشن چې پوسټي خدمتونو کې د ورستیو پرمختکونو ، د فعالیت جواز ترلاسه کولو څرنګوالي او د څارنې پروګرامونو، پوسټي سکټورکې د PDMS نوي سیسټم کارول ، نړيوالو پوسټي اړیکو، د پوسټي او کارګو خدمتونو شرکتونو د کاري لارې په اړه مفصل معلومات واړندې شول.

د یادونې وړ ده چې د پوسټي شرکتونو استازو ژمنه وکړه چې ټولې خپلې چارې به د اپرا ریاست کړنلارې د اصولو او اساسنامې پر بنسټ سرته رسوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته