مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي (تی ډي اف) یوولسمې پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

naweed_admin

دنشر تاریخ

د ختمیدو تاریخ

Location کابل

‎د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره (اترا) په پام کې لري، مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي (تی ډي اف) يوولسمې  پروژې، چې په ۲۸ ولایتونو او ۱۲۲ ولسوالیو کې د ۱۶۱ مخابراتي سایټونو جوړول او فعالول پکې شامل دي، د شرایطو وړ مخابراتي شرکتونو ترمنځ داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

‎یاده پروژه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د محترم مقام له لوري منظور شوې او د داوطلبۍ اړوند اسناد، چې شرطنامه، د تخنیکي مشخصاتو فورمه، د تخنیکي مشخصاتو سند او د داوطلبۍ شرایط پکې شامل دي، افغان ټیلی‌کام، افغان بېسیم، روشن، اتوما او اتصالات مخابراتي شرکتونو ته د برېښنالیک له لارې لېږل شوي دي.

‎له محترمو مخابراتي شرکتونو څخه غوښتنه کېږي، چې د اړوندو اسنادو له ترلاسه کولو وروسته، د یادو اسنادو ترلاسه کول په رسمي مکتوب کې اړوند ریاست ته تایید کړي او د ټاکل شویو شرایطو او مهالوېش له مخې د داوطلبۍ په بهیر کې ګډون وکړي

د مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي د تی دی اف یوولسمې پروژې د شرطنامې ډاونلوډ (PDF)

‎د داوطلبۍ اړوند معلومات او مهالوېش:

‎د پروژې موضوع: په ۲۸ ولایتونو او ۱۲۲ ولسوالیو کې د ۱۶۱ مخابراتي سایټونو جوړول او فعالول.

‎بلل شوي شرکتونه: افغان ټیلیکام، افغان بېسیم، روشن، اتوما او اتصالات.

‎د پروژې د اعلان نېټه: ۱۸ / ۸ / ۱۴۰۵

‎د داوطلبو شرکتونو پوښتنو ته د ځواب ویلو نېټه: ۰۳ / ۹ / ۱۴۰۵

‎د آفرونو د پرانیستلو نېټه: پنجشنبه، ۱۹ / ۹ / ۱۴۰۵

‎د آفرونو د پرانیستلو وخت: د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

‎له محترمو مخابراتي شرکتونو څخه غوښتنه کېږي، چې د داوطلبۍ په اسنادو کې د درج شویو شرایطو او ټاکل شویو نېټو په رعایتولو کې لازم پام وکړي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰ کابل
Background image

مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي (تی ډي اف) یوولسمې پروژې د داوطلبۍ خبرتیا

مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي (تی ډي اف) يوولسمې  پروژې، چې په ۲۸ ولایتونو او ۱۲۲ ولسوالیو کې د ۱۶۱ مخابراتي سایټونو جوړول او فعالول پکې شامل دي...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۹:۲۹ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۵ - ۹:۵۱ کابل
Background image

د سپوږمکۍ د ځمکني سټېشن د سروې، ډیزاین، تجهیزاتو د برابرولو او تدارک، نصب، ازمېښت او فعالولو، د ودانۍ جوړولو او د سپوږمکۍ د ظرفیت د اجارې پروژه

له ټولو واجد شرایطو داوطلبانو څخه بلنه ورکول کېږي، ترڅو د علاقې په صورت کې په دې داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه...

Back to tenders