محمد فهیم هاشمي: ارزانه او لوړ کیفیت لرونکی انټرنيټ د هر افغان حق دی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن دوشنبه د سلواغې میاشتې اوومه نېټه د افغان بیسیم مخابراتي شرکت له رییس او ورسره پلاوې سره ولیدل.
په دغه ناسته کې، ښاغلي هاشمي د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رییس احسان الله بیات سره، د نوري فایبر له کړۍ (رنګ) سره د دغه شرکت نښلولو او انټرنیټ بییو راکمولو په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي ټینګار وکړ: «ارزانه او لوړ کیفیت لرونکی انټرنیټ د هر افغان حق دی او زمونږ مسوولیت د ښو خدمتونو وړاندې کولو په پار خصوصي سکټور ته وده ورکول دي.»
په دغه ناسته کې، د افغان بیسیم مخابراتي شرکت عمومي رییس، د معیاري خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې د همکارۍ ژمنې تر څنګ زیاته کړه: «مونږ په ارزانه بیه د لوړ کیفت انټرنیټ وړاندې کولو په برخه کې جدي کار کوو.»
