لوګر ولایت کې د اتصالات مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جي ته لوړ شو
هیواد والو ته د غوره او لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه د اتصالات مخابراتي شرکت د لوګر ولایت په څرخ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جي ته ته لوړ کړ.
د دغه مخابراتي سایټ د ارتقا په پایله کې به د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي د لوړ کیفیت مخابراتي خدمتونو او چټک انټرنټ څخه برخمن شي او په دې برخه کې به یې ستونزې حل شي.
