د G42 شرکت مسئولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې سره وکتل او د دوه اړخیزو همکاریو په تړاو یې خبرې وکړې

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۳ - ۱۴:۲۹
مسوولان شرکت G42 امارات متحده عربی

د متحده عربي اماراتو د G42 شرکت مسئولینو، د دولت مشرتابه او د اړوندو ادارو چارواکو سره د لیدنې وروسته، د دوشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره هم وکتل او د دوه اړخیزو همکاری په فرصتونو یې خبرې وکړې.

د G42 شرکت مسئولینو، سیمه ایزو بریالي موډلونو ته په کتو سره د برښنایي حکومتوالی پیاوړتیا او د ادارو ډیجیټل کولو په برخو کې د همکارۍ په اړه خپل نظریات د مخابراتو وزارت له رهبری سره شریک کړل.

مسوولان شرکت G42 امارات متحده عربی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د G42 شرکت مسئولینو له حضور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د ولسمشر د لارښوونو او نظرونو سره سم به د افغانستان لوی ملي پروګرامونه، د الکټرونیکي حکومتدارۍ پیاوړتیا او ادارو ډیجیټل کول د ټاکل شوي معیارونو پر بنسټ پلي کړي.

همداراز د دې غونډې وروسته، د وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای او د وزارت تخنیکي ټیم د بېلې غونډې په ترڅ کې د G42 شرکت د چارواکو سره د ګډو همکاریو په برخو کې په تفصیل خبرې وکړې.

مسوولان شرکت G42 امارات متحده عربی

په غونډه کې ټینګار وشو چې د بریالي سیمه ایزو ماډلونو پلي کول او د بریښنایی حکومتولی پلانونو او ستراتیژیو پلي کول د دولت او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو له لومړیتوبونو څخه دي او د تطبیق لپاره یې جدي کار روان دی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته