د (۶۷۵۰۰) اووه شپېته زره او پنځه سوه افغانۍ په ارزښت د قرارداد لاسلیک له محترم پښتني بانک سره:

naweed_admin

د ۱۴۰۴ کال د قوس په میاشت کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو د محترم ریاست د خدمتونو د عرضې او بازارموندنې آمریت، د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د مجازي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد له محترم پښتني بانک سره لاسلیک کړی دی.

د یاد قرارداد ارزښت د یو کال لپاره (۶۷۵۰۰) اووه شپېته زره او پنځه سوه افغانۍ دی، چې پر بنسټ یې د یادې محترمې ادارې د تخنیکي او ارتباطي فعالیتونو د اسانتیا په موخه د مجازي سرور خدمتونه د افغانستان د ملي معلوماتو په مرکز کې کوربه‌توب کېږي.

دا اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو موخو د پلي کېدو په لور ترسره شوی، چې د هاستنګ په برخه کې د شته تخنیکي زیربناوو د اغېزمنې استفادې د زیاتوالي لپاره ټاکل شوې دي والسلام.

انجنیر شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د عمومي ریاست وارسي کوونکی

نوي اعلانونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۳:۴۷
Background image

خدمات آی سي ټي ویرا نوآوران شرکت ته د کویکا افغانستان شرکت د انټرنټي خدمتونو وړاندې کولو (ISP) ملي جواز د واګذارۍ (انتقال)

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۴:۳۶
Background image

د سایبري امنیت په برخه کې عامه پوهاوی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سایبري امنیت ریاست، د خپل کاري پلان له مخې او د هېوادوالو د پوهاوي د کچې لوړولو او د سایبري امنیت د فرهنګ...

Back to announcements