د کاپیسا ولایت دمخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږې غونډه ترسره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۱:۴۵
مخابرات ولایت کاپیسا

د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د راډیو فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو راډیوګانو مسئولینوته، لارښوونه وشوه چې د قوانینو او مقرراتو سره سم خپل جوازونه نوي کړي، د راډیوګانو له هغه بینډ ویت څخه چې د آټرا ادارې له خوا دوی ته ورکړل شوي ګټه واخلي او خپل ټول ټاورونه دې له کړنلارې سره سم د اټرا  ادارې په مرکزي دفتر کې ثبت کړي.

په همدې ډول د مخابراتي شرکتونو د فریکونسیو د ګډوډۍ د مخنیوي په موخه لارښوونه وشوه، چې د راډیوګانو لپاره دې بانډ پاس فیلټر دستګاه نصب او وکاروي.

د يادونې وړ ده، چې د يادو راډيوګانو مسئولينو ژمنه وکړه، چې خپلې چارې به د اترا ادارې له کړنلارې سره سم پرمخ وړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته