د پکتیکا ولايت په شکین ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
ولایت پکتیکا افغانستان

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا ولايت شکین ولسوالۍ اړوند رډانو سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم مقام د ځانګړي هدایت پر اساس منظور شوی و د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د مسلکي او تخنیکی ټیم له لوري یې سروې ترسره شوه او د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د شکین ولسوالۍ د اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

د یادونې وړ ده پکتیکا ولایت ته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د رهبرۍ د سفر په ترڅ کې یاد ولایت ته د منظور شویومخابراتي سایټونو له ډلی څخه تر دې مهاله د لسو مخابراتي سایټونو د سروې چارې ترسره شوي دي .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته