د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۳:۱
پروان

د چارو د لا ښه ترسره کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، آترا ادارې او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو له استازو سره د دولتي ادارو د مسوولینو او د یاد ولایت د ښاریانو شکایتونه او وړاندیزونه مطرح شول او ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه باید خپل ټول فعالیتونه د قانون او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د آټرا ادارې کړنلارې سره سم ترسره کړي، د خپلو پیرودونکو سره ښه او انساني چلند وکړي او په جدي توګه د ټاکل شوي نرخ څخه په لوړه بیه د سیم کارتونو پلور او د اجباري کریډټ زیاتوالي مخه ونیسي.

په یاده ناسته کې سپارښتنه وشوه، چې په هغو سیمو کې چې د مخابراتي شرکتونو خدمات کمزوري او اوسېدونکي یې له مخابراتي ستونزو سره مخ دي، د ستونزو د حل لپاره دې ژر تر ژره اقدام وشي.

پروان

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته