د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړو د مخابراتي تاسیساتو څخه لیدنه وکړه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمېسیون غړو ته د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجئ وزارت د لاسته راوړڼو او راتلوونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل شول..

نن یکشنبې د غوايي دمیاشتي ۱۷ نیټه دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجی وزارت رهبري او د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون ګډه غونډه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجی په وزارت کې جوړه شوه. یاده غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د رهبري هیئت په بلنه جوړه شوي وه، لومړی د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجینر امیرزي سنګين پلاوي ته ښه راغلاست وویل او دغوڼدې موخې یې داسي څرګندې کړي.

د تیرو کلونو په لاسته راوړنو لڼده کتنه.

د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت راتلوونکي پرمختیایې پلانونه.

دوکیل صاحبانونظرونه اخیستل ، پوښتنې او ځوابونه.

ښاغلي امیرزي سنګین د مبایل خدمتونو،نوري فایبر، افغان تیلي کام، پستي خدمتونو او د معلوماتي تکنالوجۍ مرکز په اړه پلاوي ته لنډه معلومات ورکړل او د راتلوونکو پلانونو په اړه وویل: غواړو چې لرو پرتو سیموته مخابراتي خدمتونو وړاندې او تر پوښښ لاندې راولو، د هېواد هغو ولایتونو ته چې د نوري فایبر پروژه نه ده رسېدلې د یادې پروژې رسول، بریښنایي حکومتداري، د 3G خدمتونو وړاندې کول، له انالوګ سېستم څخه ډیجیټل سیستم ته د تلویزیوني خپرونو اړول او د ختیځ په ۵۰ درجو کې د سټلایت ځای پرځای کولو باندې خبرې وکړې .

وروسته بیا د اترا ادارې مرستیال ښاغلي انجنیر خیر محمد فیضي، د افغان تیلی کام ريیس ښاغلي ګل احمد راستمن او د معلوماتي ټکنالوجۍ رییس اېمل مرجان لخوا غونډې ته د خپلو کړنو او راتلونکو پلانونو په اړه تفصیلي معلومات وړاندې کړای شول.

له پرزنټېشنونو وروسته د ولسي جرګې غړو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له بنسټونو او تاسیساتو څخه لیدنه وکړه.

د غونډې په وروستۍ برخه کې د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو د کمېسیون غړو لخوا په بیلابیلو برخو کې پوښتنې مطرح شوې، چې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ د وزارت د رهبري هیئت لخوا ځانګړي ځوابونه ورکړل شول .

د غونډې په پای کې د ولسي جرګې غړي او د یاد پلاوي مشر انجنیر صاحب خان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل او د ولسي جرګې په استازیتوب یې د وزارت له کړنو او پرمختګونو څخه ملاتړ وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته