د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ څخه د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ په لوري د نوري فایبر د غځولو پروژه پرانیستل شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۴:۵۲
ولایت نیمروز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هدایت په اساس د هیواد د نوري فایبر حلقوي رینگ د بشپړولو په موخه د نیمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ څخه د فراه ولایت فراه رود ولسوالۍ په لوري د نوري فایبر د غځولو پروژه د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوی عبدالرحیم فیاض یو شمیر امارتی ادارو مسئولینو او قومي مشرانو او مخورو په حضور کې پرانیستل شوه.

د دې پروژې په پیل سره به ځوانانو او هېوادوالو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې دیادو سیمو په اوږدوکی  اوسیدونکي له لوړ سرعت او ښه کیفیت انټرنیټي خدمتونو څخه برخمن شي.

یاده مهمه پروژه چې (۷۰) کیلومتره اوږدوالي لري او په ټاکل شوې موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام څخه قدرداني او خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته