د ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د راډیویي فرېکونسۍ جواز تمدید په اړه ناسته وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۸ - ۱۴:۱۸
مخابرات ولایت ننگرهار

د ننګرهار مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د اطلاعاتو او کلتور ریاست سره په همغږۍ د غږیزو رسنیو له استازو سره د راډیويي فریکونسۍ جواز تمدید او مالیاتو ورکړې په موخه ناسته وکړه.

دغې ناسته کې ټولو غږیزو رسنیو ته سپارښتنه وشوه، څو راډیویي فریکونسۍ ټولې باقیدارۍ ورکړي او په دې برخه کې باید خپل مسوولیت ادا کړي.

همدا راز د یادو بنسټونو تر منځ پر هراړخیزو همکاریو ټینګار وشو او پریکړه وشوه چې په دې برخه کې د یو ګډ میکانیزم لپاره طرح چمتو شي چې له مخې به یې ټولې چارې په همغږۍ تر سره شي.

ناسته کې د شرق، ارزښت، دوست او همېشه بهار راډیو مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس څخه مننه وکړه، چې راډیوګانو سره تل همکار پاتې شوي او ژمنه یې وکړه، چې دوی به خپل مالیات هر څه ژر د دولت خزانې ته تسلیم کړي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته