د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون له خوا د مخابراتو وزارت د مشرتابه ستاینه وشوه

Author image
Alireza Khaliqyar
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۱۲:۳۶
رهبری وزارت مخابرات از سوی کمیسیون مواصلات و مخابرات مورد تقدیر قرار گرفت

نن د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ورستيو لاسته راوړنو ستاينه وکړه.

د ولسي جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون رئیس محترم قیس حسن په هغه جلسه کې چې په همدې موخه جوړه شوې وه زیاته کړه چې ستاسو د رهبرۍ لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پام وړ لاسته راوړنې لري او ياد کميسيون په تېرو اته کلونو کې د لومړي ځل لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه څخه د هغوی د فعالیتونو له کبله د ستاينلیک په ورکولو قدردانی کوي.

د کمېسيون غړو هم په خپل وار زموږ د وروستيو لاسته راوړنو او فعالیتونو ستاينه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي، د مخابراتي او معلوماتي خدماتو د پراختيا او ستونزو ته د رسيدګۍ په خاطر د مواصلاتو او مخابراتو کميسيون د همکارۍ څخه د مننې تر څنګ وویل چې په نوي ۹۸ مالی کال کې بېلابېل پروګرامونه په پام کې لرو چې خلکو مو د غوره مخابراتي او معلوماتي خدماتو څخه برخمن شي او ددغه سکټور پر وړاندې پراته خنډونه تر یو حده له منځه لرې شي.

همدا شان محترم آريوبي د کمېسيون غړو سره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د راتلونکو پروګرامونو او سلام مخابراتي شبکې د پراختيا په اړه هم لازم معلومات شريک کړل

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته