د مخابراتو سرپرست وزیر: د پستي خدمتونو چټکتیا زمونږ له لومړیتوبونو څخه ده

ashiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۳۰ - ۱۴:۰
سرپرست و نامزد وزیر مخابرات: سریع سازی خدمات پُستی اولویت کاری ماست

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د افغان پست او یورو پارسل شرکت تر مېڼځ د تړون لاسلیکولو پر مهال، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي وویل: «افغان پست ته زمونږ طرحه دا ده، چې غوره خوندیتوب، لوړ کیفیت، ټیټې بیي او لنډ وخت کې د لېږد رالېږد اسانتیاوې برابري کړي. د دې تر څنګ په ټول هیواد کې د پست خدمتونو دیجیتل کېدل زمونږ له کاري لومړیتوبونو څخه دي
د مخابراتو سرپرست او نوماند وزیر همدا راز زیاته کړه: «هیله لرو افغان پست د سیمې په کچه یو له چټکو، پرمختللو او افغانانو له پاره پر مرستندویه بنسټونو بدل کړو، څو په نېږدې راتلونکې کې دغه اداره پر ټولو نړیوالو معیارونو سمبال خدمتونه وړاندې کړي.»
په ورته وخت کې د افغان پست رییس احمد وحید ویس وایي، د دغه تړون له لاسلیکولو سره به، د هیواد هرې څنډې ته د پست لېږلو خدمت وخت، له
۲۰ ورځو څخه ۳ ورځو ته راټیټ شي او هغه کسان چې له پست خدمتونو څخه ګټه اخلي، له دې وروسته کولای شي په انلاین بڼه د پست چارې وارزي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته