د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر د معلوماتي ټولنې په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګین د یو لوړ پوړي پلاوي سره د معلوماتي ټولنې په نړیوال کنفرانس کې چې د جینوا په ښار کې جوړ شوی وو تر ګډون وروسته دروان کال د می په شلمه کابل ته راورسېد.

یاده غوڼده چې د می په ۱۴مه نېټه د سویس پلازمېنه جینوا ښار کې جوړه شوې وه د شاوخوا ۱۴۰ هېوادونو د مخابراتو وزیرانو، مرستیالانو، او د بیلابیلو اړونده ادارو رئیسانو ګډون درلود، غونډه د ITUد رئیس حمدان توري په وینا  پرانستل شوه.د ښاغلي توري لخوا دکال ۲۰۰۵ د کنفرانس چې په تونیس ښار کې جوړ شوی وو، د پریکړو په اړه د یو شمیر هیوادونو د پرمختګ راپور ګډون کوونکو ته وړاندې شو.

وروستا بیا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلی انجنیر امیرزي سنګین د وزیرانو په ګردي مېز کې ګډون وکړ او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په بریاوو،د تېرو درې کلونو د کارونو راپور او د راتلونکو درې کلونو پلان غونډې ته وړاندې کړ، په کنفرانس کې د مخابراتو وزیرانو د انټرنټی جرایمو او د لاښو پالیسیو په برخه کې د همغږۍ په هکله خپل نظرونه د نورو هېوادونو وزیرانو سره شریک کړل او د ورځې په وروستیو کې پلاوي د (ډیجیټل تلویزیون په راتلونکو نړیوالو پلانونو) په اړه جوړ شوي کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دویمه ورځ  د تونس ښار د کنفرانس په ۱۱ موضوعاتو چې په ۲۰۰۵کال کې جوړ شوی وو بحث وشو، یادو هېوادونو ته دنده وسپارل شوه چې ذکر شوو ۱۱ موضوعاتو ته په کتوسره تر ۲۰۱۵کال پورې خپلې پالیسۍ او پروژې جوړې کړي. بیا پلاوي د انټرنیټی جرمونو پروړاندې د نړیوالو پلانونو او پالیسیو په غوڼده کې ګډون وکړ، د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر د ورځې په وروستیو کې بوټل ساټ شرکت او د ITU د راډیو څانګې له رئیس سره وکتل او د افغانستان د سټلایټ پروژې په اړه یې بحث وکړ.

په درېیمه ورځ دښاغلي امیرزي سنګین په مشرۍ پلاوي په سویس کې د افغانستان له ښاغلي سفیر سره یوځای د ویجاړ شویو هېوادونو د بیارغونې په برخه کې د ICT تر عنوان لاندې جوړ شوی کنفرانس کې ګډون وکړ، په یاده غونډه کې افغانستان د بېلګې په ډول یاد کړای شو، نظرونه په دې موخه شریک کړای شول چې ویجاړ هېوادونه څنګه کولای شی د ICT سکتور په مټ د هغه هېواد اقتصاد پیاوړی کړي. بیا ښاغلي وزیر د افغانستان په اړه ځانګړې شوې غونډه کې چې موضوع یې ( د افغانستان پر اقتصاد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مثبتې اغیزې) وه، ګډون وکړ.

د کنفرانس په څلورمه یا وروستۍ ورځ ښاغلي وزیر او پلاوي د افغانستان د معلوماتي ټکنالوجۍ د ملي ټولنې په ورکشاپ کې چې موضوع یې ( په افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوجۍ د پرمختګ او د دغه سکتور ونډه د هېواد د اقتصاد په پیاوړي کېدو کې) وه ګډون وکړ او د ددې ورځې په وروستیو کې یې د ITU راډیويي څانګې له رئیس سره د افغانستان د سټلایټ د پروژې په ټولو خواوو(ستونزو او ښېګنو) باندې تفصیلي بحث وکړ.

کنفرانس د می په ۱۸ نېټه پای ته ورسېد.

 

 

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته