د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ یو شمېر سپین ږیرو او مخورو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۹:۱۰
غازی آباد ولایت کنر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د کونړ ولایت د  سالارزو، مشواڼي او ګوجر قوم مشرانو سره په ځینو ستونزو او مخابراتي آسانتیاو خبرې وکړې.

دغې ناسته کې د کونړ ولایت د غازي آباد ولسوالۍ سپین ږیرو او مخورو، غازي آباد او ناړۍ ولسوالیو کې د مخابراتو او انټرنټ په برخه کې خپلې ستونزې له وزیر صاحب سره شریکې کړې او د یادو ستونزو د حل په برخه کې یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د یادې ولسوالۍ د مشرانو په خبره تېرو ۳ کلونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی د کونړ ولایت ډېری سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راولي او هغه سیمې چې کلونه پکې مخابراتي آسانتیاوې نه وې موجودې مخابراتي خدمات رسولي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له هڅو مننه وکړه.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د غازي آباد ولسوالۍ راغلو مشرانو ته ښه راغلاست وویل د دوی ستونزې یې واورېدې او د حل په موخه یې ورته ډاډ ورکړ.

غازی آباد کنر

ښاغلي وزیر صاحب د غازي آباد ولسوالۍ مشرانو ته ډاډ ورکړ چې د ټي ډي ایف لسمې پروژې په مرسته یادې ولسوالۍ لپاره مخابراتي سایټ په نظر کې نیول شوی چې په جوړېدو سره به یې د نوموړې ولسوالۍ ډېری سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راشي او همدا راز ډاد یې ورکړ چې د يادې ولسوالۍ د هغو سيمو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه چې لا هم مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ته لاس رسی نه لري يوه کمېټه وټاکل شي او د دغې کمېټې له معلوماتو وروسته به د هغوی د مخابراتي پوښښ لپاره لاس په کار شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته