د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۷:۱۶
ایجاد سایت مخابراتی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان سره د ټي ډي اېف سایټونو په جوړولو، مخابراتي کیفیت ښه والي او همدا راز د کلني راپور په تړاو خبرې وکړې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ام ټي ان مخابراتي شرکت ته هدایت وکړ چې د ارزګان ولایت په لرې پرتو او محرومو سیمو کې د ټي ډي اېف ۶ مخابراتي سایټونه نصب او فعال کړي تر څو یاد ولایت کې هغه سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي چې لا هم محرومې دي، دغه راز دې لیدنه کې د هېواد په کچه د مخابراتي خدمتونو د پیاوړتیا او د کیفیت د ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وشوې .

د ام ټي ان مخابراتي شرکت رییس ښاغلي هشام رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې تل یې هېواد کې د مخابراتي سکټور د پیاوړتیا په موخه کوټلي ګامونه اخیستي او پر وخت یې د مخابراتي سکټور ستونزې هوارې کړي دي، د ښاغلي رمضان په وینا دوی چمتو دي د ارزګان ولایت په محرومو سیمو کې د ټي ډي اېف ۶ مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته یې وسپاري، د ښاغلي هشام رمضان په خبره دوی د کیفیت د ښه والي په موخه د نورو مواردو تر څنګ له افغان ټلیکام مخابراتي شرکت سره د فایبر په برخه کې د ۳نیم میلیونه ډالرو په ارزښت تړون هم لاسلیک کړی چې له مخې به یې دوی د خپل کیفیت لوړولو کې ترې ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ټینګار وکړ چې د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په موخه باید رسمي چارې د ټولو برخو له خوا په خپل وخت اجرا شي او هیڅ څوک باید رسمي چارې ونه ځنډوي.

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت د راپور د ارزولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا رییس ښاغلي الحاج مولوي سید برات شاه آغا ندیم په مشرۍ یو پلاوی وټاکه چې راپور وه ارزوي او وروستۍ نتیجه یې له مقام سره شریکه کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۵:۱۲
Background image

په زابل کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه فعال شول

د زابل ولایت په مرکز قلات ښار او د شاجوی ولسوالۍ په بازار کې د اتوما مخابراتي شرکت دوه نوي سایټونه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۰
Background image

کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۹:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعاله شو

لوګر ولایت کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په هڅو، د مرکز پُل‌علم اړوند په کلنګار سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت...

بېرته خبرونه ته