د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین رسماً د وزارت کارکونکو ته معرفي شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۵ - ۱۰:۴۹
معرفی معین مالی و اداری

د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القران والحدیث مولوي هبةالله آخندزاده صاحب حفظه الله تعالی د حکم پر اساس محترم مولوي محمد حنیف حمزه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې د مخابراتو وزارت کارکوونکو ته ور وپیژندل شو او دنده یې پیل کړه. 

یاده غونډه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر محترم  الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني په مشرۍ جوړه شوې وه د کلیو او پراختیا وزارت وزیر ښاغلي ملا محمد یونس اخندزاده د ریاست الوزرا عالی مقام د دفتر عمومي رییس محترم ډاکتر صاحب عبدالواسع، دچارو ادارې عمومي رییس شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور، د دفاع وزارت معین محترم مولوي فاضل آخند، د ښارجوړونې وزارت معین، د برښنا امارتي شرکت اداري رییس او یو شمیر نورو چارواکو هم ګډون درلود.

معرفی معین مالی و اداری وزارت مخابرات

لومړی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزارت نوي معین صاحب ته د نوې دندې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه چې دنده اخیستل یومسؤلیت دی او د ملت له امانتونو څخه شمیرل کیږي، په کوم کارکې چې د الله پاک چاته د خیر اراده وي نیک خلک ورته معاونین ټاکي او همدا  راز ډاډ یې ورکړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت رهبري به د یاد معینیت په اغیزمنه توګه د چارو په ترسره کولو کې له دوي سره همکاره وي.

همداراز د چارو ادارې عمومي رییس محترم شیخ الحدیث مولوي نورالحق انورصاحب خپله وینا کې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ په وزارت کې د محترم مولوي محمد حنیف حمزه د مالي او اداري معین په توګه د ټاکلو مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې په اسلامي نظام کې په یو منصب باندې د شخص ټاکل د اسلامي اصولو له مخې او د تیرو کارکردګیوته په کتوسره د اعتماد په ترڅ کې ترسره کیږي چې د اسلامي نظام د استحکام باعث کیږي او محترم مولوي محمد حنیف حمزه صاحب ته یی په چاروکې د پوره اخلاص او په صداقت خدمت کولو د توفیق غوښتنه وکړه.

مولوی نورالحق انور

د چارو ادارې لوی رئیس ښاغلي شیخ الحدیث مولوي نورالحق انور د محترم مولوي محمد حنیف حمزه د ټاکلو په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ القرآن والحدیث مولوي هبة الله آخندزاده صاحب حفظه الله تعالی حکم قرئت کړ او نوموړي ته یې د نوې دندې مبارکي ویلو ترڅنګ زیاته کړه چې د امارت هر یو مشر د ملت خادم دی او د ملت خدمت باید ورته لومړی توب ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۶:۲۳
Background image

د پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې ۱۵۰ تنه زده کوونکي د کمپیوټر په زده کړه بوخت دي

د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست کې د ټکنالوجۍ د زده کړې او همدا راز د کمپیوټر یو شمېر مهمو پروګرامونو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۵:۲
Background image

سمنګانو ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې د ۶ مخابراتى سایټونو ظرفیت لوړ شو

د یاد ولایت د ایبکو ښار مرکز میرکلال غونډۍ، حضرت سلطان ولسوالۍ مرکز او غزنیګګ کلي، د خرم سارباغ ولسوالۍ قره دونګ کلي، دره صوف ولسوالۍ په زیري او د خلم ولسوالۍ په...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۱ - ۱۴:۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، انټرنټي شرکتونو ،او غږیزو رسنیو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

نوموړي پۀ خپلو خبرو کې د انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کؤلو پۀ پار د فريکونسي جوازليکونو د ترلاسه کولو...

بېرته خبرونه ته