د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل مهارتونو د پراختیا رییس معرفي شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۱ - ۱۵:۲۹
ضیا ثنا

ښاغلی محمد ضیا ثنا په رسمي ډول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوۍ وزارت د ډیجیټل مهارتونو د پراختیا رییس په توګه معرفي شو.

د مخابراتو وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال ښاغلي احمد مسعود لطیف رای د معرفی په دې مراسمو کې چې د دغه وزارت د بیلابیلو څانګو رییسانو، استادانو او د پولی تخنیک پوهنتون چارواکو هم پکې برخه اخیستې وه ښاغلي ثنا ته د هغه د دندو او مسؤلیتونو مبارکي وویله، او د ښاغلي محمد ضیا ثنا بریالیتوب یې د وړتیا مثال په توګه یاد کړ او د ډیجیټل کیدو په برخه کې د ادارې د موخو د تحقق لپاره پر مسؤلیت پذیرۍ او ګډې همکارۍ ټینګار وکړ.

همداراز ښاغلي ثنا د وزارت د بیلابیلو ادارو او برخو تر منځ همکارۍ او همغږۍ او د لا ډیرو خدمتونو وړاندې کولو پر هڅو ټینګار وکړ. هغه وعده وکړه چې زه به د خپلې پوهې او تجروبو نه په ګټې سره د معلوماتي ټکنالوژۍ سکتور ته وده او پراختیا ورکړم او په دې لار کې به خپلې هڅې او کوښښونه دریغ نکړم.

ښاغلي ثنا د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د آزادې سیالۍ له لارې او د 10/8/1399 نیټې د 2015 ګڼې د جمهوري ریاست مقام حکم سره سم پدې پست کې معرفي شوی.

نوموړی تر دې وړاندې د کابل پولی تخنیک پوهنتون د کادر په څانګه او د یاد پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي رییس په توګه دنده ترسره کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۴۵
Background image

د پکتیا ولايت په ډنډپټان او زرمت ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ډنډ پټان ولسوالۍ ژوري بازار میري...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د کندز ولایت استازولیو...

بېرته خبرونه ته