د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه هیئت غونډه جوړه شوه

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۷:۲۵
جلسه هیات رهبری

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه هیئت غونډه نن شنبه د تلي میاشتې په ۲۶ مه نیټه د وزارت سرپرستې آغلې معصومه خاوري په ریاست د پالیسۍ او پروګرام مرستیال او بیلابیلو څانګو د رئیسانو په شتون جوړه شوه.

پدې ناسته کې، د بیلابیلو موضوعاتو لکه د مالي پلان چمتو کول، د ۱۴۰۰مالي کال پروژې، د نوري فایبر سره د ښوونځیو نښلول، د MSP پروژې لګښت، لوړو زده کړو وزارت ته د معلوماتي ټکنالوجۍ انستیتوت (ICTI) لیږدول، انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته د تړونونو د لاسلیک واک ورکولو او نورو مسئلو په اړه خبرې تر سره شوې او اړینې پریکړې وشوې.

په پای کې، له تفصیلي بحثونو وروسته، پریکړه وشوه هغه مسایل چې لا نورو بحثونو او ارزونې ته اړتیا لري، د اړوندو څانګو د چارواکو په ګډون کمیټه جوړه او د کړنو او اجرااتو راپورونه دې د وزارت مشرتابه په راتلونکې ناسته کې وړاندې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته