د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۲:۲۲
مخابرات ولایت بلخ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم محمد طارق فاروقي او د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا لوی رئیس محترم الطاف احمد علمیار د بلخ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رئیس او کارکوونکو سره وکتل او په یاد ولایت کې د مخابراتي او انترنتي خدمتونو د پرمختګ او شته ننګونو په اړه یې خبرې وکړې.

دغه راز نوموړو محترمو رئیسانو د بلخ ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ښوونیزو چارو د ښه والي او د خلکو د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۲:۳۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د یو شمېر نوښتګرو د طرحو ارزونه ترسره شوه

د نوښتونو د ملاتړ او ارزونې په موخه، د یو شمېر نوښتګرو ځوانانو له خوا په بېلابېلو تخنیکي او ټکنالوژیکي برخو کې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کونړ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز  څخه ۵۵ تنه زدکوونکي فارغ شول

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د کونړ ولایت مرستیال والي، د بېلابېلو امارتي ادارو رئیسانو، استادانو، زده‌کوونکو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۵
Background image

کندز ولایت کې د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د ۳۷مې دورې د شمولیت ازموینه تر سره شوه

د دیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز د دې دورې په لړ کې به ځوانانو ته د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او....

بېرته خبرونه ته