د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي سلاکار د یاد وزارت کارکوونکو ته وروپیژندل شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۰:۵۰
سید حسن عدلیار مشاور تخنیکی وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي سلاکار پوهاند سیدحسن عدلیار د وزارت د مسلکي او تخنیکي معین ښاغلي احمد مسعود لطیف رای له لوري معرفي او رسما یې خپله دنده پیل کړه.

ښاغلي احمد مسعود لطیف رای پوهاند سید حسن عدلیار د هېواد یو علمي کادر چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړي لري د یادې دندې لپاره مسلکي او وړشخص وباله او د چارو په ترسراوي کې یې د وزارت د مشرتابه له لوري د هر ډول قانوني مرستې ډاډ ورکړ .

سید حسن عدلیار

همدا راز ښاغلي پوهاند سید حسن عدلیار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې نوموړي ته یې د خدمت فرصت برابر کړ او ډاډ یې څرګند چې د وزارت د موخو د ترلاسه کولو لپاره به په مسلکي ډول د وزارت له اړوندو برخو سره په ګډه چارې پر مخ یوسي.

د یادونې وړ ده ښاغلی سیدحسن عدلیار چې د کمپیوټر ساینس په برخه کې د دوکتورا تر کچې لوړې زده کړې لري او په ګڼو مسلکي برخو کې یې دندې ترسره کړي په همدې موخه د وزارت د مشرتابه له لوري د ریاست الوزراء عالي مقام ته پیشنهاد شوی و چې د ریاست الوزراء د عالي مقام له لوري یې پیشنهاد منظور او په رسمي ډول د وزارت د مسلکي سلاکار په توګه په دنده وګمارل شو.

سید حسن عدلیار مشاور تخنیکی وزارت مخابرات

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۵۱
Background image

د پکتیا ولايت په سید کرم او ډنډپټان ولسوالیوکې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت سید کرم ولسوالۍ جهاد کلي او د ډنډپټان ولسوالۍ په...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۳۹
Background image

غور ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۷۵ تنه زده کوونکي فارغ شول

د دغه غونډې په لړکې دغور ولایت نماینده محترم مولوي محمد صادق رصاص، د خپلو خبرو...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۳:۳۱
Background image

نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۳۰ تنه فارغ شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالرحیم فیاض فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ په اوسني عصر کې...

بېرته خبرونه ته